د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دروازه د یوې ورځې لپاره خلاصه شوه


چارواکي وايي، د تورخم دروازه د هغو افغانانو پرمخ چې له ډیورنډ کرښې هغه غاړه بند پاتې وو خلاصه ده.
چارواکي وايي، د تورخم دروازه د هغو افغانانو پرمخ چې له ډیورنډ کرښې هغه غاړه بند پاتې وو خلاصه ده.

د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د سپټمبر پر پنځمه د یوې ورځې لپاره د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ خلاصه ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د سېپټېبر پر پنځمه مشال راډيو ته وویل چې د تورخم دروازه د هغو افغانانو پرمخ خلاصه ده چې له ډیورنډ کرښې هغه غاړه بند پاتې وو.

ده وویل چې دا کسان کولای شي چې د دغې دروازې له لارې افغانستان ته ستانه شي.

د خوږیاڼي په خبره، هغه پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې بند پاتې وو، هم کولای شي چې په دې ورځ خپل هېواد ته لاړ شي.

د یادونې وړ ده چې دغه لاره شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کورونا وایرس د انتقال مخنیوي په خاطر د پاکستاني لوري له خوا تړل شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG