د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت نظربند کړی وم: داوړ 


محسن داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ دی 
محسن داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ دی 

پراګ - د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ له بلوچستان څخه اېستل شوی دی.

نوموړي د سپټمبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې دی د یادې صوبې د یو شمېر ضلعو دورې کولو لپاره د سپټمبر پر څلورمه د کوټې هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته نیول شوی وو.

ده زیاته کړه چې په کوټه کې نظربند کړل شوی وو او د سپټمبر پر پنځمه یې له کوټې بیرته په الوتکه کې اسلام اباد ته لېږلی دی.

ده وویل، "له ما یې نور تپوسونه ونکړل خو په هوايي ډګر کې چارواکو راته وویل چې بلوچستان ته ستا پر راتګ بندیز دی. ما وويل زه د بلوچشتان چيف سیکرټري سره خبرې کول غواړم خو بیا دوي وويل چې اوس به دې موږ ځان سره بوځو يو ريسټ هاوس ته خو له تاسره به چاته د لیدو کتو اجازه نه وي او بیا پولیسو او ضلعي انتظاميې زه له ځان سره یوړمه او هلته یو ریسټ هاوس کې مو شپه تېره کړه."

خو د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني نن سهر مشال راديو سره په خبرو کې دا دعوي رد کړه چې ګوندې محسن داوړ ګرفتاره کړل شوی وو .

لیاقت شاهواني وویل چې د داوړ د راتګ نه څو ساعته مخکې د کويټې په سریاب روډ چاودنه شوې وه چې له وجې یې د ده په وینا د محسن داوړ د ژوند د خونديتوب په موخه هغه له هوايي ډګره بهر پرينښودو.

هغه وویل، "نه نه موږ هغه نظر بند کړی نه وو، دا اصطلاح بلکل نا مناسبه ده ، ګوره پرون د کوټې په سریاب لاره یوه چاودنه شوې وه او هغه پیښه کې څه کسان شهيدان شوي ول او څه ژوبل وو ، نو ظاهره خبره ده چې پرون د امنيت په اړه خدشات وو نو چونکې محسن داوړ صاحب زموږ ميلمه وو موږ لپاره محترم دی او د قامې اسمبلۍ غړی دی نو هغه ته مو دا ګزارش کړی وو چې محتاط اوسیږي د هغه د ژوند د خونديتوب په موخه مو د هغه لپاره امنيتي اقدامت کړي وو."

د بلوچستان حکومت د جولايي پر ۲۹ مه د یو نوټيفيکشن له لارې تر درو میاشتو بلوچستان ته د محسن داوړ پر ننوتو بندیز لګولی دی.

XS
SM
MD
LG