د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې چاودنې شاوخوا ۲۰۰ کسان ژوبل کړي


چارواکي وايي چاودنه د کلورين کېنسټر(ټانکۍ) له کبله شوې چې په يو ټرک وړل کېده.
چارواکي وايي چاودنه د کلورين کېنسټر(ټانکۍ) له کبله شوې چې په يو ټرک وړل کېده.

د ايران په غربي برخه کې د سېپټېمبر پر څلورمه ناوخته يوې چاودنې څه باندې ۲۰۰ کسان ژوبل کړي دي.

ايرانيو خبري اژانسونو د سېپټېمبر پر پېنځمه خبر ورکړی چې دغه پېښه په ايلام صوبه کې شوې، د چا د مړه کېدو راپور پکې نه شته.

چارواکي وايي چاودنه د کلورين کېنسټر(ټانکۍ) له کبله شوې چې په يو ټرک کې وړل کېده.

سرکاري خبري اژانس ايرنا وايي، پېښه په مبينه توګه د ډرايور له بې احتياطۍ رامځته شوې ده خو نور معلومات يې نه دي ورکړي.

په اوړي موسم کې څو وارې د ايران په پوځي او ولسي ځايونو کې د اور لګېدنې پېښې او چادونې رامنځته شوې دي.

د اګست پر ۲۴ مه هم ايرانيو چارواکو پخلی وکړ چې په جولایي مياشت کې په نطنز کې د هېواد په مرکزي اټومي تنصیب کې چاودنه د شنډونې عملياتو په نتيجه کې شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG