د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مهمندو زېبا بي بي په وسله وال برید کې ژوبله


د مامدګټ مهمندو زيبا بي بي چې پروسږ کال یې د مې په میاشت کې یې د شپې پر مهال د ملېشه ځواکونو یو عسکر هله په ډزو وواژه چې د دې کور ته یې بې له اجازته د ننوتلو هڅه کوله خپله نن په یوه وسله وال برید کې ټپی شوې ده.

د سیمې سیاسي او ولسي مشرانو د امنیتي ځواکونو له خوا د خلکو کورونو ته داخلېدل غندلي ول او دا یې د سیمې د کلتور او دود دستور پرضد اقدام ګڼلی وو.

په ساپو تحصیل کې عیني شاهدانو مشال راډیو ته ویلي چې زیبا بي بي نن ماسپښین له کوره بهر په خشاک پسې وتې وه چې ناپیژندلو وسله والو ورباندې ډزې وکړی او زخمي یې کړه. د کورنۍ غړي يې وايي چې له مرګه خوندي ده او دا مهال يې د باجوړ په روغتون کې درملنه روانه ده.

تراوسه نه چارواکیو په دغه اړه څه ویلي او نه چا د برید ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG