د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د کورونا ناروغانو شمېر ۲۹۷،۵۱۲ ته ورسېد


حیدر اباد: روغتیاپالي د کورونا وایرس ناروغي مالومولو لپاره له خلکو د خولې لنده بل/لوندوالی اخلي. ۲۰۲۰، ۲۳ جون
حیدر اباد: روغتیاپالي د کورونا وایرس ناروغي مالومولو لپاره له خلکو د خولې لنده بل/لوندوالی اخلي. ۲۰۲۰، ۲۳ جون

په پاکستان کې د سېپټېمبر تر څلورمې د کورونا وايرس ناروغه کسانو شمېر ۲۹۷،۵۱۲ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ۶،۳۳۵ کسان مړه شوي خو تر دوه لکه ۸۲ زره زيات ترې رغېدلي هم دي.

د پاکستان حکومت وايي، په اګست مياشت کې په دې هېواد کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي.

دا په داسې حال کې ده د پاکستان وفاقې حکومت د اګست له لسمې، رستورانونه، هوټلونه، پارکونه او سینماګانې پرانستلي ول.

خو تعلیمي ادارې به د سېپټېمبر له ۱۵مې بیا پرانیزي. هلته د امريکا جانز هاپکېنز پوهنتون ترمخه په افغانستان کې د سېپټېمبر پر څلورمې پورې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شمېر ۳۸،۲۸۸ ته رسېدلی دی.

په هغه هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناورغۍ له وجې ۱،۴۰۹ کسان مړه شوي خو ۲۹،۳۹۰ کسان روغ شوي هم دي.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۸۶۸،۹۸۳ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ویبپاڼې په وینا، د سېپټېمبر تر څلورمې مې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۶ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۱۷ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG