د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس په نړۍ کې ۷۰۰۰ روغتیاپالي وژلي


سربیا: په بلغراد کې یو روغتیاپالی له یوې مېرمنې د کورونا وایرس ناورغي کتنې لپاره وینه اخلي، ۲۰۲۰، ۲۶ جون
سربیا: په بلغراد کې یو روغتیاپالی له یوې مېرمنې د کورونا وایرس ناورغي کتنې لپاره وینه اخلي، ۲۰۲۰، ۲۶ جون

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل ) ویلي دي چې په نړۍ کې د کورونا وایرس له کبله د روغتیا ۷۰۰۰ کارکوونکیو ژوند بایللی دی.

د ادارې د اقتصادي او ټولنیز انصاف چارو مشر سټیوو کاکبرن یې د سپتمبر پر درېمه په یو بیان کې ویلي د روغتیا هر کارکوونکی حق لري چې د کورونا وایرس د رنځورانو د درملنې پر مهال حفاظتي سامان ولري او په خوندي چاپیریال کې خپله دنده پرمخ یوسي.

سازمان ویلي چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر ډاکټران او د روغتیا کارکوونکي په مېکسیکو کې مړه شوي دي چې شمیره یې لږ تر لږه ۱۳۲۰ ده. د ادارې د شمېرو ترمخه کورونا وایرس تر اوسه په امریکا کې ۱۰۷۷، بریتانیا کې ۶۴۹، برازیل کې ۶۳۴، په روسیه کې ۶۳۱، هند کې ۵۷۳، جنوبي افریقا کې ۲۴۰ او ایران کې ۱۶۴ د روغتیا کارکوونکي وژلي دي.

ایمنسټي انټرنیشنل ویلي چې د روغتیا کارکوونکیو ته د حفاظتي الاتو/ سامانانو ورکولو لپاره باید نړیواله همکاري مخې ته راشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG