د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د افغان ملي اردو ټول برمته کمانډویان پرېښول: جاوېد فیصل


ارشیف، د افغان کمانډویانو پر مټه د کمانډو ځواکونو نښان
ارشیف، د افغان کمانډویانو پر مټه د کمانډو ځواکونو نښان

افغان حکومت تایید کړه چې طالبانو د دوی برمته کمانډویان خوشې کړل.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل شېبه مخکې دا خبره په ټویتر لیکلې ده.

ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې له طالبانو سره څه باندې ۲۰ افغان کمانډویان بندیان و.

فیصل ویلي طالبانو وروسته له هغه دا افغان کمانډویان ورتسلیم کړل چې افغان حکومت له ځینو هغو طالب بندیانو پرته چې یو شمېر هېوادونو یې پر ازادي ملاحظې درلودې، ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړل.

فیصل زیاته کړې چې ډپلوماتيکې هڅې روانې دي او حکومت ژر د مستقیمو خبرو د پيل په تمه دی.

د شپږ طالب بندیانو له خلاصون سره استرالیا او فرانسې مخالفت ښودلی، خو افغان حکومت ویلي چې دا بندیان به اوس دوحې ته لېږل کېږي او هلته به امریکا پرې څار لري.

باوري سرچینو دا هم تأیید کړې چې دا شپږ بندیان به تر هغو چې فرانسه او استرالیا یې د خلاصون موافقه نه‌وي کړې په دوحه کې ساتل کېږي او د موافقې په ترلاسه کېدو سره به بېرته کابل ته ستانه او له هغه ځایه ازاد شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG