د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخواني جرنېل باجوه د اثاثو مسله پارلمان کې راپورته کوم: داوړ


د پي ټي اېم مخکښ محس داوړ په سوات کې د خبري غونډې پر مهال. ۲۰۲۰، ۳۱م اګست
د پي ټي اېم مخکښ محس داوړ په سوات کې د خبري غونډې پر مهال. ۲۰۲۰، ۳۱م اګست

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي، په پاکستان کې د يوه پوځي جرنېل د دومره لویو شتمنیو (اثاثو) لرلو پر خپره شوي خبر باندې د ملک ټوله ميډيا او سياسي مشران غلي دي.

په سوات کې د یوې خبري غونډې پرمهال نوموړي وویل، د یوه پوځي مشر دومره لویې اثاثې راجوتېدل د حیرانۍ خبره نه ده او تور یې ولګاوه چې په تېرو وختونو کې هم د تره ګرۍ مخنيوي په نوم پاکستانیو پوځي جرنېلانو لوی رقم وهلی دی.

محسن داوړ زیاته کړه چې د پخواني پوځي وياند او د سي پيک پروژې اوسني مشر عاصم سليم باجوه د اثاثو تحقيقات دي وکړل شي او یې ویل چې په قومي اسمبلي که به په دغه اړه بحث کوي او پوښتنه به کوي چې له دې سره باید د پاکستان سياسي مشران هم راپورته شي.


د يادولو ده چې یوه پاکستاني خبریال احمد نوراني پر یوه وبسایټ په خپاره کې خپل راپور کې ادعا کړې وه چې پخوانی پوځي جرنېل عاصم سليم باجوه په بهرنیو هېوادونو کې په ۹۹ کمپنیانې لري چې مالیت څه کم ۵۰ میلیون ډالر جوړېږي خو یاد جرنېل پر خپل ټویټر دغه ادعاوې رد کړې دي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې محسن داوړ وویل، چې دوی په ملک کې تر قانون او آئين لاندي د ټولو فیصلو کولو مرسته کوي او زیاته یې کړه که چېرې امريکا يا نور ګوندونه په منطقه کې د امن خبري اتري او فيصلې کوي نو افغانستان حکومت دې هم پکې شريک وي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG