د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جرمني‌ کې د کورونا مخنیوي ګامونو ضد احتجاج شوی


جرمن چارواکو د مظاهرې اجازه نه وه ورکړې خو عدالت یې پرېکړه رد کړه
جرمن چارواکو د مظاهرې اجازه نه وه ورکړې خو عدالت یې پرېکړه رد کړه

د جرمني سرښار برلین کې په زرګونو خلکو د کورونا وبا مخنیوي د محدودیتونو خلاف مظاهره کړې چې رپورټونه وايي له پولیسو سره یې نښتې هم شوي دي.

د اګست پر ۲۹مه شوې دغه مظاهره په جرمني کې په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو لویه وه چې پکې د روس سفارتخانې مخې ته خوا او شا ۳۰۰ مظاهرین نیول شوي دي.

په دغه مظاهره کې ځایې په ځایې د تشدد پېښې هم رپورټ شوي دي.

د برلین ښار رایخ سټاګ سیمې ته د مظاهرینو ننوتلو مخنیوي لپاره پولیسو د مرچکو سپری او ډنډې استعمال کړي دي. په دې مظاهره کې ښي اړخې ډلې او نور هغه خلک شامل وو چې کورونا وبا یو سازش بولي. دا راز د ویکسینو د استعمال خلاف کمپاین کوونکي هم په دې مظاهره کې شامل وو.

د چارواکو په وینا په دې مظاهره کې خوا اوشا ۳۰،۰۰۰ خلکو برخه واخیسته.

په سر کې د برلین ښاري حکومت په دې مظاهره بندیز لګولی وو خو یو سیمه ییز عدالت دغه فېصلې خلاف خلکو ته د مظاهرې کولو اجازت ورکړ.

جرمني تر ډیره حده د کورونا وبا په مخنیوي کې کامیاب شوی خو د نورو یورپي هېوادونو په څېر پکې په تیرو څو اوونیو کې د کورونا کېسونه زیات شوي دي.

د جرمني د ناروغیو د مخنیوي ادارې د وینا ترمخه په دغه هېواد کې د اګست پر ۲۹ مه د کورونا ۱۴۷۹ نوي کېسونه رپورټ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG