د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د کورونا وهلیو شمېر ۲۵ میلیونه ته ورسید


په هند کې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره په هوټلونو کې دواپاشي هم کېږي
په هند کې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره په هوټلونو کې دواپاشي هم کېږي

خبري اژانسونه وايي، په ټوله نړی کې د کورونا وایرس د کیسونو شمیر ۲۵ ملینو ته رسیدلی دی.

د اژانسونو په وینا، په هند کې بیا د کورونا د نویو ناروغانو شمیره پر زیاتېدو ده.

د امریکا جان هاپکینز پوهنتون د اګست پر ۳۰مه ویلي چې په نړۍ کې تر اوسه له کورونا وایرس څخه تر ۸۴۰۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

د هند د روغتیا وزارت ویلي چې هلته د اګست پر ۳۰مه ۷۸۷۶۱ کسان په دې وایرس اخته میندل شوي دي.

دا تر اوسه په نړۍ کې په یوه ورځ په یوه هیواد کې د نویو ناروغانو میندل کېدو تر ټولو لویه شمېره بلل شوې ده.

هند تر امریکا او برازیل وروسته د نړی هغه هېواد دی چې د کورونا وایرس پيښې پکې زیاتې دي. د دې درې واړو هېوادونو حکومتونه د کورونا وبا نه د متاثره کسانو لپاره د امدادي پيسو پروګرام د غځولو تیاری کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG