د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له چین څخه خپل ۲۰۰ وګړي ستنوي‌


د پاکستان سرکاري هوايي‌ کمپنۍ به دا کسان په یو ځانګړي پرواز کې ستنوي
د پاکستان سرکاري هوايي‌ کمپنۍ به دا کسان په یو ځانګړي پرواز کې ستنوي

پراګ - پاکستاني چارواکي وايي، د اګست پر ۳۰ مه به له چین څخه په یو ځانګړي پرواز کې شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني وګړي خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

د پاکستان نړیواله هوايي کمپني - پي اي اې - وايي دغه پرواز به د چین شنګهايي ښار له پوډانګ هوايي ډګر نه اسلام اباد ته رسېږي.

په چین کې د پي اي اې مشر قادر بخش سنګي رسنیو ته ویلي چې د کورونا وبا له خورېدو وروسته له چین څخه خپل هېواد ته د پاکستاني وګړیو ستنولو لپاره دا اووم پرواز دی.

د پاکستان پر وفاقي حکومت له دې کبله نیوکې هم شوې وې چې د نورو هیوادونو په څېر یې په چین او نوره نړۍ کې بند پاکستاني وګړي پر وخت خپل هیواد ته نه وو ستانه کړي.

پېښور کې شخصي ښوونځي پرانيستل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

ورونا ناروغي چې د تیر کال په دسمبر کې د چین له ووهان ښاره خوره شوه، د صحت نړیوالې ادارې په وینا اوس نړیواله وبا ګرځېدلې او د نړۍ هر هېواد ته رسېدلې ده.

بلخوا په پاکستان کې په تیر یو شواروز کې د کورونا ناروغۍ له کبله څلور نور کسان مړه شوي دي.

د کورونا په اړه د حکومتي ویبپاڼې ترمخه په دې هېواد کې د اګست تر۳۰مې کورونا وایرس څه د پاسه دوه لکهه، ۹۵ زره او ۶۰۰ کسان ناروغه کړي چې پکې یې ۶۲۸۸ مړه کړي او له دوو لکهو، ۸۰ زرو او ۵۰۰ څخه زیات کسان ترې بېرته رغېدلي دي.

په نړیواله کچه د کورونا شمېرې راټولوونکی د امریکا جان هاپکینز پوهنتون وايي کورونا وبا تر اوسه په نړۍ کې څه د پاسه دوه کروړه او ۴۹ لاکه کسان ناروغه کړي چې پکې یې له اتو لکهو ۴۱ زرو زیات مړه کړي اوڅه د پاسه یو کروړ او ۶۴ لکهه ترې بېرته رغېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG