د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې نن د محرم لسمې مراسم ترسره کېږي


د پاکستان د نورو برخو په څېر د خیبر پښتونخوا حکومت هم وايي چې د محرم مراسمو پر مهال یې کلک امنیت ساتلی دی
د پاکستان د نورو برخو په څېر د خیبر پښتونخوا حکومت هم وايي چې د محرم مراسمو پر مهال یې کلک امنیت ساتلی دی

پراګ - په پاکستان کې د اګست پر ۳۰مه د تعزيه او ذوالجناح جلوسونه ترسره کېږي چې مقصد يې د کربلا قربانيانو ته عقيدت وړاندي کول دي.

د پاکستان نورو برخو پشان خيبر پښتونخوا کې د محرم نهمې جلسونه لپاره کلک امنيتي ګامونه پورته شوي دي.

د خيبر پښتونخوا اعلا وزير له دفتره د اګست پر ۲۸مه خپور شوي بيان کې ويل شوي چې ماتمي جلسونو پرمهال به د کورونا وايرس مخنيوي لړ کې حکومتي لارښوني عملي کوي.

په پيښور ښار کې امنيت ټينګ ساتلو لپاره دفعه ۱۴۴ لګول شوې ده.

په ښار کې د اګست پر ۲۹مه او ۳۰مه عامه رخصتي ده او ټول کاروباري مرکزونه او سرکاري ادارې به بندې وي. د دې ترڅنګ د ښار چټک بس سروس به هم تر دوو ورځو بند وي.

چارواکي وايي چې په کوهاټ ضلع کې هم د نهم او لسم محرم لپاره په تولو سيمو کې انتظامات بشپړ شوي دي.

د نهم او لسم محرم ماتمي جلسونو پرمهال په ضلع کې د موبايل ټيلي فون سروس به بند وي.

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر ثناالله عباسي تېره ورځ د کوهاټ دورې پرمهال وويل چې نه يوازې کوهاټ بلکې ټولې هغه جنوبي ضلعې حساسه ګرځولی شوي دې چرته چې د عاشورې مراسم ترسره کېږي.

د خيبر پښتونخوا ډيره اسماعيل خان يو له حساسو ضلعو ده او هلته د نهم او لسم محرم لپاره سخت امنيتي ګامونه پورته شوي دي.

د ډيره اسماعيل خان مرستيال کمشنر نور عالم مسود د اګست پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې د محرم په حوالې سره تر شپږ سوه پوري مجالس ترسره کېږي او ۱۹۴ ماتمي جلوسونه کېږي.

نور عالم مسود وویل چې د دې مراسمو د امنیت ساتلو لپاره یې کلک امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

د ده په خبره ضلعې ته تلونکو لارو باندي ناکه بندي لګول شوي او موبايل ټيلي فون سروس به هم دا دوې ورځې بند وي.

نوموړي زیاته کړه چې له پوليسو سره به د پوځ سرتيري هم موجود وي.

دوي پر خلکو غږ وکړ چې هغو سيمو ته له تلو ډډه وکړي چې په کومو ځايونو کې ماتمي جلوسونه وځي.

XS
SM
MD
LG