د لاسرسي ځای

تازه خبر

د محرم له اوومې به پېښور مکمل بند وي: منصور امان


په پېښور کې د هړتال پر مهال د تړل شوي بازار عکس (ارشیف)
په پېښور کې د هړتال پر مهال د تړل شوي بازار عکس (ارشیف)

پېښور - د خېبر پښتونخوا پوليس وايي د محرم پرمهال يې سخت امنيتي ګامونه پورته کړي دي.

دا خبره د پېښور اېس اېس پي اپرېشنز منصور امان د اګست پر ۲۱مه د محرم د امنیتي پلان په اړه په خبري غونډه کې کړې ده.

هغه خبري غونډې ته وویل چې په ۲۰م اګست د محرم میاشتې له پېلېدو سره سم يې پېښور ته پر ننوتونکو او وتونکو ټولو لارو ګڼ پوليس درولي دي.

منصور امان وویل چې له ‏اووم محرم څخه به پېښور ښار په مکمله توګه تړل کیږي او د دوېم محرم نه تر لسم محرم پورې به د شيعه ګانو ماتمي جلوسونه او ‏مجلسونه په سخته امنیتي څارنه کي ترسره کیږي.

نوموړي‌ وویل چې په پېښور کې به لس زره پولیس امنیت ساتي او ورسره به د پوځ او ایف سي ځواک عسکر هم ملګري وي.

منصور امان وویل چې په پېښور کې تر ۶۰ زیاتې امام باړې دي او په پېښور کې به تر ۱۱۶ زیات جلوسونه راوځي.

د دوي په وینا ، د محرم د جلوسونو پرمحال د کورونا وایرس د مخنیوي پر احتیاطي تدبیرونو عمل به هم ضروري وي.

یو شیعه عالم مولانا ارشاد حسېن خلیلي مشال راډیو ته وویل چې دوي تر دې وړاندې هم د کورونا وایرس د منیوي لپاره پر حکومتي لارښوونو عمل کړی دی.

ده وویل چې دا ځل به د ماتمي جلوسونو پر مهال هم د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره پر ورکړل شویو لارښوونو پوره عمل کوي.

په ۶۸۰م عيسوي کال کې د يزيد پوځ د اسلام د پېغمبر لمسي او د هغه د کورنۍ نور غړي شهيدان کړي وو.

د دې ورځې په مناسبت شيعه ګان هر کال د محرم په لومړیو لسو ورځو کې د دغه وژنو وير کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG