د لاسرسي ځای

تازه خبر

نيوزيلېنډ: پر جوماتونو بريدګر ته عمربند سزا اورول شوې


برنټن ټېرنټ عدالت ته وړاندې کېږي
برنټن ټېرنټ عدالت ته وړاندې کېږي

په نیوزيلېنډ کې یوه عدالت هغه اسټريلیایي وسله وال چې تېر کال یې په دوو جوماتونو کې ۵۱ مسلمانان وژلي ول، له بخښنې پرته په عمربند سزا اورول شوې ده.

د عدالت قاضي کامرون ماندر، ۲۹ کلن استريلیایي برنټن تېرېنټ ته وویل چې جرمونه يې دومره لوی دی چې ان د دې جرم لپاره تر مرګه پورې د بند سزا هم کافي نه ده.

ماندر وویل، تر څو دی پوهېږي ټرېنټ له هغو کسانو سره چې وژلي يې دي هيڅ خواخوږي نه درلوده.

د تېرېنټ مدافع وکیل محکمې ته وویل چې هغه د څارنوال له دې غوښتنې سره چې ده ته ‌یې له بخښنې پرته د عمري بند د سزا وړاندیز کړی وو، مخالفت نه‌ دی کړی.

دا ډول سزا لومړی ځل دی چې په نیوزیلند کې یوه مجرم ته ورکول کېږي.

تېرېنټ پر ټولو هغو تورونو چې په ۲۰۱۹ ز کال پر جوماتونو د وسله‌وال برید په تړاو پر ده لګېدلي اعتراف کړی دی.

پر ټېرېنټ د ۵۱ کسانو د وژنې، د ۴۰ کسانو د وژنې د هڅې او د یوه ترهګریز عمل تور پورې دی.

څارنوالانو درې ورځې مخکې ویلي و چې ټېرېنټ دغه حمله کلونه مخکې پلان کړې وه او هدف ‌یې دا وو چې هر څومره ډېر چې کېدای شي خلک ووژني.

د نیوزيلېنډ په قانون کې د مرګ سزا نه شته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG