د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت دې پر صبا سحر برید وڅېړي: راس ویلسن


ویلس پر افغان حکومت غږ کړی چې د هغو ښځو امنیت ټینګ کړي چې د افغانانو په استازیتوب کار کوي.
ویلس پر افغان حکومت غږ کړی چې د هغو ښځو امنیت ټینګ کړي چې د افغانانو په استازیتوب کار کوي.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن پر صبا سحر وروستی برید وحشیانه عمل بللی او په اړه یې د پوره څېړنو غوښتنه کړې ده.

صبا سحر د افغانستان فلمي لوبغاړې او د کورنیو چارو وزارت د "جېنډر" برخې مرستیاله ده.

راس ویلسن د اګست پر ۲۶مه سهار پر خپله ټوېټر پاڼه د افغان ښځو مېړانه ستایلې او پر افغان حکومت یې غږ کړی چې د هغو ښځو امنیت ټینګ کړي چې د افغانانو په استازیتوب کار کوي.

پر صبا سحر د اګست پر ۲۵مه د کابل په اتمه حوزه کې ډزې وشوې.

د راپورونو پر اساس سحر په دې برید کې له خپل موټر چلوونکي او ساتونکي سره ټپي شوې ده.

صبا سحر
صبا سحر

اخوا د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیالې مشرې پېټریشیا ګاسمن ویلي د بشري حقونو او سولې پر فعالانو دا ډول بریدونو اندېښمنه کړې ده.

هغې ویلي، حکومت باید پر ښځو د بریدونو مخه ونیسي.

له صبا سحر مخکې د ښځو د حقونو یوه بله فعاله فوزیه کوفي چې د افغان سولې د مذاکراتي ډلې غړې هم ده، په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG