د اسیا زړه استانبول پروسې کنفرانس د غړيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون [د اګسټ پر ۲۵مه] په افغانستان کې د سولې بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره پر روانو هڅو او په دې هېواد کې له کورونا وايرس سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دا غونډه د وېډیو کنفرانس له لارې وشوه.
په غونډه کې ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان سولې بهیر د بریالیتوب او له کورونا وايرس سره د بریالۍ مبارزې لپاره د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا ده.
د اسیا زړه استانبول پروسې کنفرانس د ۲۰۱۱ز کال په نومبر میاشت کې له ترکیې پيل شو چې هدف یې په افغانستان کې پر روانو حالاتو د سیمې د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د بحث او خبرو لپاره د زمینې برابرول دی.
۱۵ هېوادونه د دې پروسې غړي دي او ۱۷ هېوادونه او ۱۲ نړیوال سازمانونه یې له لیرې ملاتړ کوي.