د بیلا روس په میسنک ښار کې د اګست پر ۲۳مه، لسګونه زرو خلکو یو وارې بیا پراخې مظاهرې وکړې. دا مظاهرې د الیکسینډر لوکاشینکا په لانجمنه توګه د یو وارې بیا ولسمشر منتخب کېدو خلاف شوې دي.
تر مظاهرو وړاندې په مینسک کې په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړل شوي او د پوځ لخوا تازه خبرداری هم ورکړل شوی دی.
د اګست د ۲۳مې نېټې په مظاهرو کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه زیات کسان شامل وو.
د ختیځې اروپا هیواد بیلاروس چې نهه اعشاریه پنځه میلیونه ابادي لري پکې له تېرو ۱۵ ورځو راهېسې مظاهرې روانې دي. د "نوی بیلا روس" تر شعار لاندې په دغو احتجاجونو او مظاهرو کې خلک د لوکاشینکا له واکه د لرې کیدو او نوو انتخاباتو غوښتنه کوي.
د اګست د ۲۳مې په ماښام له پولیسو سره د نښتو بغیر احتجاج کونکي منتشر شول او د کورنیو چارو وزارت ویلي چې هیڅ څوک نه دې ګرفتاره شوي.
ولسمشر لوکاشینکا پوځ ته د کاررواۍ لپاره په مکمله توګه د تیار اوسیدو امر کړی دی.