د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د بلوڅ زده کوونکي د وژنې پر ضد مظاهرې


په کوټه کې د يوه تجار د زوی د وژنې پر ضد پرلت. ارشېف
په کوټه کې د يوه تجار د زوی د وژنې پر ضد پرلت. ارشېف

پراګ - د بلوچستان کيچ ضلعی مرکز تربت کې د وژل شوي ځوان حيات بلوڅ کورنۍ له حکومته د انصاف غوښتنه کړې ده.

د کراچۍ پوهنتون زده کوونکی حيات بلوڅ د اېف سي ځواک یوه سرتېري د اګست پر ۱۳مه په تربت ښار کې په ډزو وژلی وو. هغه داسې مهال ووژل شو چې مور او پلار یې هم ولاړ ول. په ټولنيزو رسنيو خپور شوي عکس کې ښکاري چې حیات بلوڅ په وينو کې لت پت پروت دی او مور او پلار يې ورته ناست دي.

زما د پلار او مور طبیعت ښه نه دی ځکه چې زوی يې د هغو ومخې ته ووژل شو.
مراد محمد

د نوموړي ورور مراد خان د اګست پر ۲۳مه له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې تر پېښې وروسته يې د مور او پار ذهني حالت اوس هم ښه نه دی.

"زما د پلار او مور طبیعت ښه نه دی ځکه چې زوی يې د هغو مخې ته ووژل شو. دوی يوازې دا غواړي چې قاتل ته دې سزا ورکړل شي. که له موږ سره انصاف وشي نو بیا به بل غريب کس نه وژل کېږي."

په ټولنيزو رسنيو د حیات بلوڅ د پلار او مور مخې ته د وژل کېدو عکس ته سخت غبرګون ښودل شوی. مدني فعالانو، اپوزيشن ګوندونو پر ټولنيزو رسنيو او د سېنېټ په غوندډه کې هم دا موضوع راپورته کړې ده.

د پاکستان بشري حقونو وزيرې شېرين مزاري هم د اګست پر ۲۱مه نېټه په قامي اسمبلۍ کې د وينا پر مهال د حيات بلوڅ وژنه وغندله او وې ویل چې بايد داسې لارې چارې په کار واچول شوي چې له مخې يې دا ډول پېښې بيا ونشي.

بلوڅانو د خپلو ورکو شویو کسانو د خوشې کولو په موخه له کوټې کراچۍ ته لاریون پیل کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00

دې زياته کړه چې د حيات بلوڅ په وژنه کې ککړ کس نيول شوی دی. هغې وويل چې په يوه جمهوري هېواد کې د بلوچستان او قبايلي سيمو په ګډون د خپلو شهريانو وژل د منلو وړ نه دي.

د بلوچستان اېف سي مشر جنرال سرفراز علي هم د اګست پر ۱۹مه د حیات بلوڅ کور ته ورغلی او د هغه له کورنۍ سره یې غمرازي کړې ده. اېف سي ځواک په رسمي بيان کې ويلي چې د اګست پر ۱۳مه په تربت کې پر سرتېرو رېموټ کنټرول بم برید شوی وو چې پکې درې عسکر ژوبل شوي ول.

د حيات بلوڅ د وژنې غندنه کوم بايد داسې لارې چارې ولټول شي چې له مخې يې دا ډول پېښې بيا ونشي.
شېرين مزاري

بیان زياتوي، تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو د مشکوکه وسله والو د نیولو هڅې پیل کړې او د حیات بلوڅ په ګډون یې یو شمېر کسان د پوښتنو لپاره ودرول چې دا وخت د اېف سي يو سرتېري شادي الله ډزې وکړې او حيات يې وواژه. خو د بيان په خبره، هلته ولاړو عسکرو شادي الله ونيولی او پوليس ته يې وسپاره.

د دې پېښې پرضد د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې شوې دي. د اګست پر ۲۲مه نېټه په کراچۍ، اسلام اباد، ګوادر او تربت کې په لسګونه کسان سړکونو ته وتلي ول او د حيات بلوڅ کورنۍ ته يې د انصاف ورکولو غوښتنه کوله.

په تربت کې ځاي خبريال منظور موسان د اګست پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې په مظاهره کې ښځو او زده کوونکيو په لوی شمېر کې ګډون وکړ او غوښتنه يې کوله چې نيول شوي کس ته دې سزا ورکړل شي. هغه زياته کړه چې احتجاجيانو دا هم وغوښتل چې په امنتي نظام کې داسې بدلون وشي چې سرتيرې په "ناقانونه" طريقه څوک ونه وژني.

هم دغسې د اګست پر ۲۲مه يوه بله مظاهره په ګوادر کې وشوه چې پکې د خبريال اسد بلوڅ په وينا سلګونو خلکو ګډون وکړ. نوموړي مشال راډیو ته وويل چې له ډېرې مودې وروسته خلکو په يو پېښه سخت غبرګون ښودلی دی.

په بلوچستان کې د پاکستان امنيتي ځواکونه د بلوڅ بېلتون غوښتونکيو ډلو پرضد عمليات کوي. خو سياسي ګوندونو، د بشري حقونو سازمانونو او مدني فعالانو پر امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګوي چې حکومت تل رد کړي دي.

هم دې ته په پام سره اسد بلوڅ وايي چې پخوا به په دغسې پېښو خاموشي ليدل کېده، خلک به وېرېدل او خبرې به يې نه کولې خو د ده په وينا، اوس خلک غږ هم پورته کوي، مظاهرې هم کوي.

له بلوچستان پرته په کراچۍ او اسلام اباد کې هم د حيات بلوڅ د قتل پرضد د اګست پر ۲۲مه نېټه مظاهرې وشوې.

په اسلام اباد کې خبريال احسان مسود د اګست پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې په ټولينزو رسنيو د حيات د وژنې پرضد بحثونه راپارېدلي او خلکو په دې لړ کې حتجاجونو پېل کړي دي.

دده په وينا،

"د اسلام اباد پريس کلب مخې ته په شوې مظاهرې کې زدکوونکو سازمانونو، مدني ټولنو فعالانو، استاذانو او ګڼو خلکو ګډون کړي وو. لاريون کونکو ويل چې يوازې له اغيزمني کورنۍ سره تصوير اخيستل نه بلکې باید هغو ته انصاف ورکړل شي."

پخوا به په دغسې پېښو خاموشي ليدل کېده، خلک به وېرېدل او خبرې به يې نه کولې خو اوس خلک غږ هم پورته کوي، مظاهرې هم کوي.
اسد بلوڅ

خو د بلوچستان حکومت وياند لياقت شهواني د اګست پر ۲۳مه مشال راډيو ترڅنګ رسنيو ته په استول شوي ويډيويي پيغام کې ويلي چې د حيات بلوڅ وژنې پېښه ډيره دردونکې ده او حکومت به په دې لړ کې انصاف کوي.

هغه زياته کړې چې د درد به هغه مهال نور هم زيات وای که چېرته حکومت د دې نوټس اخيستی نه وای، یا دا چې تورن کس تښتېدلای وای او نيول شوی نه وای خو د ده په وينا، حکومت د دې پېښې سمدستي نوټس واخیست، اېف ای ار درج شو، تورن کس ونيول شو، له قانون سره سم عدالت ته وړاندې شو او په دې مقدمه کې به انصاف کېږي.

د حيات بلوڅ ورور مراد محمد هم مشال راډیو ته وويل چې چارواکيو له هغو سره د انصاف کولو ډا ډ ورکړی دی.

د بشري حقونو سازمان پاکستان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان د بلوچستان څانګې مشر حبیب طاهر اېډووکېټ د اګست پر ۲۰مه مشال راډيو ته ويلي ول، اندېښمن دی چې ښايي په راتلونکې کې د حیات بلوڅ پر کورنۍ "فشار واچول شي او هغو روغې جوړې ته رضا کړل شي.

د ده په خبره، د وژنې " ګواهان شته" خو په تېرو وختونو کې هم "د دیت (خون بها") هڅې شوې دي او دا "دود شته" نو ښايي دا استعمال شي.

XS
SM
MD
LG