د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅانو د خپلو ورکو شویو کسانو د خوشې کولو په موخه له کوټې کراچۍ ته لاریون پیل کړی دی


بلوڅانو د خپلو ورکو شویو کسانو د خوشې کولو په موخه له کوټې کراچۍ ته لاریون پیل کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00

په بلوچستان کې د ورکو بلوڅو ږغ نومي سازمان يا واييس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز له کوټې کراچۍ ته په پښو لانګ مارچ پېل کړ. په دې لانګ مارچ شاوخوا ۲۰ تنه سړي، مېرمنې او ماشومان شامله دي، چې د دوی په خبره په ۱۵ ورځو کې به د سېند صوبې سرښار کراچۍ ته ورسېږي. او هلته به بیا د کراچۍ د مطبوعاتي کلب مخې ته د نه خوړلو په احتجاج لاس پورې کړي. د لانګ مارچ ګډون والو د اتوار په مازيګر د کوټې د مطبوعاتي کلب له مخې په دې چيغو او نارو لومړني قدمونه واخیستل چې ((نړۍ دي د پاکستان د استخباراتو له خوا د دوی تری تم شوي خپلوان ور خوشي کړي.)) په کوټه کې د مشال راډیو خبریال خدای نور ناصر يې ويډيو کښلې ده.  

XS
SM
MD
LG