د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزی ضلعې په سکرو کان کې چاودنې درې تنه وژلي


د بلوچستان د کولې کانونونه. ارشېف
د بلوچستان د کولې کانونونه. ارشېف

اورکزی - د خيبرپښتونخوا په اورکزو کې د سکرو کان چاودنه کې د مړيو شمېر درېو ته رسېدلی دی.

د چارواکيو په وينا، پېښه په ډولي سيمه کې د اګست پر ۲۲ مه نېټه شوې ده.

د ضلعې پوليسو مشر نثار احمد خان د اګست پر ۲۳مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې په چاودنه کې يو کس وژل شوی او ۱۱ ټپیان ول چې دوی ټول مليشا ځواکونو د کولې له کان څخه را اېستلي دي.

د نوموړي په وينا، زخميان د کوهاټ هسپتال ته رسول شوي چې پکې دوو نورو کسانو د اګست پر ۲۳ مه نېټه ساه ورکړه.

د پېښې زیاتره قربانيان د شانګلې اوسېدونکي دي.

ډولي سيمه کوهاټ ته نږدې پرته ده چې پکې د سکرو شاوخوا ۲۰۰ کانونه دي.

د شمېرو له مخې په دې کانونو کې نږدې ۵۰۰۰ مزدوران کار کوي چې پکې د زیاترو تړاو له سوات او شانګلې سره دی.

داسې پېښې د بلوچستان په کوټه ، هرنايي او دوکۍ ضلعو کې هم رامنځ ته کېږي چې زیاتره پکې د خیبر پښتونخوا د سوات او شانګلې اوسېدونکي کار کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG