د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په مشرۍ ایتلاف تاجي پوځ اډه عراقي ځواکونو ته وسپارله


عراقي ځواکونو د کورونا مخنیوي لپاره ماسکونه اغوستي دي
عراقي ځواکونو د کورونا مخنیوي لپاره ماسکونه اغوستي دي

د امریکا په مشری ایتلافي ځواکونه د اګست پر ۲۳مه د عراق له تاجي پوځي اډي څخه ووتل او دا یې عراقي پوځیانو ته وسپارله.

څو میاشتې وړاندې له بغداده ۲۰ کلومیټره لیرې پر دې اډه د ایران ملاتړ لرونکیو ملیشو راکټي بریدونه کړي وو چې هدف یې د امریکا په مشری ایتلافي ځواکونه وو.

ایتلافي ځواکونو په یو بیان کې ویلي چې د دوی د ځواکونو وتل د عراق له حکومت سره د اوږد مهاله پلان یوه برخه ده.

بیان زیاتوي چې په تاجي اډه کې پخوا د ایتلافي ځواکونو تر دوو زرو پورې غړې وو چې پکې زیاتره سږکال د ګرمۍ په موسم کې وتلي دي.

د ایتلافي ځواکونو د وتلو دا خبره له هغې څو ورځې وروسته مخې ته راغلې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په عراق کې د پاتې پوځیانو د اېستلو لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار کړې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG