د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د ايټمي وسلو د څار ادارې مشر ایران ته ځي


 ګراسي اته میاشتې مخکې د یادې ادارې د ډايريکټر څوکۍ سمباله کړې خو ايران ته د نوموړي ړوبۍ سفر دې
 ګراسي اته میاشتې مخکې د یادې ادارې د ډايريکټر څوکۍ سمباله کړې خو ايران ته د نوموړي ړوبۍ سفر دې

د ملګرو ملتونو د ايټمي وسلو د څار د ادارې مشر رافيل ګراسي ويلي چې له ايران سره د ايټمي وسلو په اړه د لانجې د حل لپاره به د روانې میاشتې په ۲۴مه تهران ته سفر کوي.

د نوموړي په خبره د دې سفر موخه د ا يران د ايټمې پروګرام د خونديتوب او معاينو په لړ کې د نړيوالې ايټمې ادارې سره د تنازعې ختمولو په اړه کوټلي اقدامات اخيستل دي.

دا مهال د یادې ادارې او ايران تر منځه د ايراني ايټمي پروګرام د معاينو او خونديتوب په اړه لانجه روانه ده.

ګراسي اته میاشتې مخکې د یادې ادارې د ډايريکټر څوکۍ سمباله کړې خو ايران ته د نوموړي ړوبۍ سفر دې

د رافيل ګراسي دا سفر په داسې حال کې کيږي چې د یادې ادارې او ايران تر منځه هغو دوو ايټمي تنصیباتو ته د لاس رسۍ په سر تنازعه ده چې پکې د ایټمي هلو ځلو په اړه ګمان کيږي او بلخو امریکا غواړي چې په ایران باندې د ملګرو ملتونو اقتصادي بنديزونه بيا ولګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG