د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې دوو بمي بریدونو کې دوه کسان وژل شوي


د اګست پر ۱۸مه په کابل کې په راکټي برید کې یو ګاډی لګېدلی
د اګست پر ۱۸مه په کابل کې په راکټي برید کې یو ګاډی لګېدلی

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې په دوو جلا جلا بمي بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په استولي لنډ پیغام کې ویلي چې د اګست پر ۱۹مه دواړه بریدونه د مقناطیسي بمونو په وسیله شوي چې ګاډو پورې نښلول شوي ول.

بیان وايي، سهار شاوخوا پاو کم اووه بجې په احمد شاه بابا مېنه کې په رېنجر موټر پسې د نښلولي بم چاودنه وشوه او وروسته شاوخوا اته بجې په کمپنۍ سیمه کې د پوهنې وزارت په یوه کرولا موټر پسې د بم چاودنه شوې.

د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

تر دې مخکې د اګست پر ۱۸مه هم وسله والو پر کابل ښار یو شمېر راکټونه ورورول چې پکې د کورنیو چار وزارت له وینا سره سم، درې کسان ووژل او ۱۶ ژوبل شول.

د پرونیو حملو ذمه واري اسلامي دولت ډلې (داعش) منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG