د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق کې مظاهرچيانو د پارلېمان ځايي دفترونو ته اور اچولی


مظاهرچیان، عراقي پارلېمان دې صوبايي حکومت له خپلې دندې لرې کړي.
مظاهرچیان، عراقي پارلېمان دې صوبايي حکومت له خپلې دندې لرې کړي.

د عراق په بصره ښار کې د اګست پر ۲۱مه مظاهرچيانو د پارلېمان ځايي دفترونو ته اور اچولی دی.

د امنيتي سرچينو له مخې دا له هغه وروسته شوي چې پوليسو د مظاهرچيانو منتشر کولو لپاره په هوا کې ډزې وکړې.

مظاهرچيانو غوښتنه کوله چې په دې اوونۍ کې د نامعلومه وسله والو لخوا په درې بېلا بېلو حملو کې د ځايي دوو فعالانو وژنې او د يو شمېر نورو تر ژوبل کېدو وروسته بايد عراقي پارلېمان صوبايي حکومت له خپلې دندې لرې کړي.

مدني فعاله رهام يعقوب چې په تېر وختونو کې يې څو وارې د ښځو د مارچ مشري هم کړې وه، د اګست پر ۱۹مه موټر سايکل سوارو وسله والو هغه وخت په ډوزو ووژله چې کله نوموړې په ګاډي کې له نورو ملګرو سره ناسته وه.

له هغې سره ناستې درې ښځې ژوبل شوي دي.

په دې اوونۍ کې دا دريمه پېښه ده چې پکې وسله والو حکومت مخالفه په نښه کړي دي.

په يوه بله پېښه کې هم يو فعال وژل شوی دی او د نورو څلور کسانو پر ګاډې بيا جلا حمله شوې.

تېر کال په اکتوبر کې د حکومت ضد په لویه کچه تر مظاهریو وروسته په بصرا کې ياده پېښه تر ټولو زياته پر تشد ده.

عراق د لسيزو بنديزونو، جنګ، درغليو او اقتصادي چېلجونو ځپلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG