د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیراعظم "کامياب جوان پروګرام" قبايلو ته څه ګټه رسولی شي؟


د وزیراعظم "کامياب جوان پروګرام" قبايلو ته څه ګټه رسولی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دا اوونۍ مو په "ځوانانو غږ" خپرونه کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان پر "کامياب جوان پروګرام" (بریالي ځوان پروژې) خبرې کړې دي. يو شمېر ځوانان فکر نه کوي چې له دې پروژې به قبایلي سیمې زیاته ګټه وویني ځکه په وینا یې حکومت له دې پروګرام سره سم هغو ځوانانو ته پور ورکوي چې تعلیم او هنر لري. دوی وايي، په قبایلو کې زیاتره ځوانان له تعلیم او هنره بې برخې پاتې دي. دوی وايي، د قبایلي سیمو زیاتره ځوانان د پور اخیستو لپاره په ضمانت کې د کور، ګاډي یا نور جایداد اسنادو ورکولو شرط هم نشي پوره کولای. د خپرونې مېلمانه د پاکستان تحريک انصاف د ځوانانو څانګې يو مشر شفيق اپرېدی، مدني فعال داود اپرېدی او د قبايلي ځوانانو غورځنګ مشر احسان الله احسان دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG