د امریکا د ډېموکراټ ګوند غونډې د اګست پر ۱۸مه جو بایډن رسماً د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره خپل نوماند اعلان کړ.
نوموړی به په نومبر کې د رېپبلکېن ګوند او اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ انتخاباتي سیال وي.
د اګست پر ۱۷مه او ۱۸مه د ډېموکراټ ګوند په لویه غونډه کې مختلفو سیاسي څېرو د پخواني ولسمشر مرستیال جو بایډن ملاتړ اعلان کړ.
نوموړی څو میاشتې مخکې هم د ګوند د یو شمېر استازو له ملاتړه برخمن شوی وو او د رسمي نوماند په توګه یې د غوره کېدو امکان زیات وو.
غونډې ته پخواني ولسمشر بېل کلېنټن هم وینا وکړه او د کورونا وایرس وبا پر ضد یې د ولسمشر ټرمپ پر اقداماتو انتقاد وکړ او ویې ویل چې سپینه ماڼۍ چې باید د چارو مشرۍ مرکز وای، پکې یوازې ګډوډي ده.
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر کولن پاول هم د بایډن د نوماندۍ ملاتړ وکړ.
ټرمپ چې د اګست پر ۱۸مه له میکسیکو سره نېږدې د سرحدي ګزمو د اتحادیې له غړو سره لیدو لپاره اېرېزونا ایالت ته ورغلی وو، په وینا کې یې وویل، بایډن که منتخب شو نو د ناقانونه کډوالو یوې داسې څپې ته به لاره پرانیزي چې نړۍ به یې تر اوسه ساری نه وي لیدلی.
د ډېموکراټ ګوند کاملا هیرېس د ولسمشر د مرستیالې نومانده ده.