زلمي خلیلزاد ویلي د خپلواکۍ د بیا ګټو کلیزه سږ کال داسې وخت راغلې چې د څه باندې ۴۰ کلنې جګړې د ختمولو په هدف پر ځینو چیلېنجونو سربېره د سولې خبرې یوه هیله بښونکي پړاو ته رسېدلي.
دا خبره، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اګست ۱۸مې پر شپه پر ټوېټر کړې.
هغه ویلي، افغانانو د سولې لپاره خپله لېوالتیا په ډاګه کړې او بین الافغاني خبرې چې یو تاریخي او حیاتي ګام دی، باید ژر پیل شي.
خلیلزاد زیاتوي چې د ټولو خواوو افغان مشران باید هېواد ته لومړیتوب ورکړي، له تېروتنو درس واخلي او یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.
د اګست پر ۱۸مه افغانانو له برتانیې څخه د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۱مه کلیزه ولمانځله.