د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیوزي لېنډ کې د کورونا وایرس نوې مثبتې پېښې ثبت شوې


نیو زيلینډ کې د کورنا وایرس بیا خپرېدو له کبله عام انتخابات ځنډېدلي دي.
نیو زيلینډ کې د کورنا وایرس بیا خپرېدو له کبله عام انتخابات ځنډېدلي دي.

په نیوزي لېنډ کې چارواکيو د اګست پر ۱۸مه په ۱۳ نورو کسانو کې د کورونا وایرس پخلی کړی دی.

په دې ۱۳ ناروغانو کې ۱۲ په اکلېنډ ښار کې دي.ویل کېږي چې دې نویو ناروغانو ته هم هلته موجود وایرس لګېدلی دی.

دا له هغه وروسته ده چې په دې هیواد کې تر ۱۰۰ ورځو زیاته موده کې د کورونا ناروغه نه وو موندل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د نیو زي لینډ حکومت په ملک کې د کورنا وایرس بیا خپرېدو له کبله ټولټاکنې ځنډولي دي.

وزیراعظمې جیسېندا ارډرن د اګست پر ۱۷مه اعلان وکړ چې انتخابات به اوس د روان کال د اکتوبر پر ۱۷مه کېږي.

د اپوزېشن ګوندونو وار له مخه د انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

ټاکل شوې وه چې په سېپټېمبر کې په نیو زیلینډ کې انتخابات وشي.

دا تر هغې وروسته چې د هېواد په تر ټولو لوی ښار اکلینډ کې د کورونا وایرس ۵۰ نوې پېښې ثبت شوې دي.

په نیو زي لینډ کې تر دې وړاندې په ۱۰۲ ورځو کې د کورونا وایرس هېڅ پېښه نه وه ثبت شوې.

بل پلو د جان هاپکینز پوهنتون معلوماتو له مخې، د امریکا په ټیکساس ایالت کې هم د کورونا د مړیو شمېر تر ۱۰ زره اوښتی دی.

دا تر نیویارک، نیو جسي او کلیفورنیا وروسته د امریکا څلورم ایالت دی چې کورونا پکې دومره کسان وژلي دي.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۷۷۴،۰۹۳ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ووبپاڼې په وینا، د اګست تر ۱۸مې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۱ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۱۳ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG