د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: د نیو زیلینډ وزیراعظمې انتخابات وځنډول


وزیراعظمې جسېندا ارډرن وویل اوس به انتخابات په اکتوبر کې کېږي - پخوانی انځور
وزیراعظمې جسېندا ارډرن وویل اوس به انتخابات په اکتوبر کې کېږي - پخوانی انځور

د نیو زيلینډ حکومت په ملک کې د کورنا وایرس بیا خپرېدو له کبله عام انتخابات ځنډولي دي.

وزیراعظمې جیسېندا ارډرن د اګست پر ۱۷مه اعلان وکړ چې انتخابات به اوس د روان کال د اکتوبر پر ۱۷مه کېږي.

د اپوزېشن ګوندونو وار له مخه د انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

ټاکل شوې وه چې په سېپټېمبر کې په نیو زیلینډ کې انتخابات وشي.

دا تر هغې وروسته چې د هېواد په تر ټولو لوی ښار اکلینډ کې د کورونا وایرس ۵۰ نوې پېښې ثبت شوې دي.

په نیو زيلینډ کې تر دې وړاندې په ۱۰۲ ورځو کې د کورونا وایرس هېڅ پېښه نه وه ثبت شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG