افغان چارواکي وايي، د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې یې۱۶ مشکوک وسله وال طالبان وژلي دي.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین د اګست پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې دا وسله والد اګست ۱۶مې شپې مهال له افغان سرتیرو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
د ده په وینا، پولیسو د نهو وژلیو مشکوکو وسله والو مړي له ځان سره د ولایت مرکز ښرنې ته وړي دي.
ارین زیاتوي چې په نښته کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته څه زیان نه دی اوښتی.
طالبانو لا د افغان چارواکو د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.