د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۴۸۸ پېښې ثبت شوي


په پېښور کې یو کس ماسکونه خرڅوي - د ۲۰۲۰ز د جولای ۱۵مې انځور
په پېښور کې یو کس ماسکونه خرڅوي - د ۲۰۲۰ز د جولای ۱۵مې انځور

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۴۸۸ مثبتو پېښو له ثبتېدو سره د رسمي پېښو شمېر ۲۸۹،۲۱۴ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ په اړه حکومتي ووبپاڼې د اګست پر ۱۷مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ناروغۍ اووه نور کسان مړه شوي چې ورسره د مړو شمېر ۶،۱۷۵ ته لوړ شوی دی.

ووبپاڼه وايي، له ناروغۍ څخه تر اوسه ۲۶۹،۰۸۷ کسان رغېدلي دي.

د پاکستان حکومت د پېښو کمېدو ته په کتو د اګست له ۱۰مې څخه د ټولو محدودیتونو لیرې کولو اعلان وکړ او هغه ټول کاروبارونه یې بیا پرانیستل چې بند یا تر محدودیتونو لاندې ول.

البته حکومت رستورانونو، هوټلونو او نورو کاروبارونو ته د احتیاطي لارښوونو عملي کولو سپارښتنه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG