د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر په افغان سولې پروسه کې يو ارزښتمن شریک دی: اتمر


محمد حنیف اتمر او محمد بن عبدالرحمن
محمد حنیف اتمر او محمد بن عبدالرحمن

کابل - د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن سره د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر موضوع خبرې وکړې.

د افغانستان چارواکو ویلي چې د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو لومړی پړاو به په قطر کې وشي چې د طالبانو سیاسي دفتر هم پکې دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد د اګست پر ۱۴مه ناوخته د حنیف اتمر او محمد بن عبدالرحمن د ټېلېفوني مکالمې په اړه وویل، "دواړو لورو د مشورتي لویې جرګې د تصامیمو، د هغو د تطبیق، د زندانیانو د خلاصون او د سولې مذاکرو د پیل پر سلسله مفصلې خبرې وکړې."

په دې اړه معلومات نه دي‌ ورکړل شوي چې دواړو مشرانو په دې ټیلیفوني مکالمه کې پر کومو مشخصو ټکو هوکړه کړې ده.

خو د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر پر همدې موضوع په خپل یوه ټویټ کې قطر، د افغانستان د سولې په پروسه کې یو ارزښتمن شریک بللی او ویلي یې دي چې دواړو لورو د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو د پیل لپاره پر نږدې همکارۍ سلا وکړه.

د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو د پیل په وړاندې لوی خنډ د ۴۰۰ طالب بندیانو پر خوشې کېدو اختلافات ښوول شوي وو.

چې کله مشورتي لویې جرګې د دغو بندیانو د خوشې کولو مشوره ورکړه، حکومت تېره پنجشنبه د دغو ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو بهیر د ۸۰ بندیانو په خوشې کولو پیل کړ.

طالبانو د اګست پر ۱۲مه ویلي وو چې داعش ډله د افغانستان د استخباراتو په همکارۍ هڅه کوي چې د خوشې شویو بندیانو پر کاروان برید وکړي.

د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بندیانو له خوشې کېدو سره به د دې ډلې د خوشې شویو بندیانو شمېر ۵،۰۰۰ ته ورسېږي.

حکومت ویلي چې د دغو ۵۰۰۰ بندیانو له خوشې کېدو سره به په درې ورځو کې طالبان د افغانانو خپلمنځي‌ خبرو ته حاضر شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG