د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې یو تن ماین لیږدونکی نیول شوی


په خوست کې نیول شوی تن (انځورله ارشیه)
په خوست کې نیول شوی تن (انځورله ارشیه)

خوست - د افغانستان د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د اګست پر ۱۵مه سهار د هوايي ډګر د پولیسو لخوا یو تن ماین لیږدونکی لاس په لاس نیول شوی دی.

د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر مشال راډیو ته وویل، یاد کس د هوايي ډګر د پولیسو لخوا داسې مهال نیول شوی چې په موټر سایکل يې دوه کړۍ د وسایطو ضد ماینونه لیږدول.

د نوموړي په وینا، نیول شوي کس غوښتل، ماینونه خوست ښار ته یوسي او هلته چاودنه ورکړي.

عادل حیدر زیاتو چې نیول شوي کس څخه پوښتنې ګرویږنې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG