د امریکا په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند احتمالي نوماند جو بایډن اعلان کړی چې سېنېټره کاملا هیرس یې د خپلې مرستیالې په توګه ټاکلې ده.
سېنېټره هیرس ۵۵ کلنه ده او لومړۍ تورپوستې ښځه ده چې د امریکا په تاریخ کې پر یوه لوی ټاکنیز ټېکېټ غوره شوې ده.
جو بایډن د اګست پر ۱۱مه پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل: "ډېر ویاړ کوم چې هیرس د خپلې مرستیالې په توګه اعلانوم."
ده نومولې یوه زړه وره مبارزه بللې ده.
جو بایډن د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د نومبر میاشتې په ولسمشريزو ټاکنو کې سیالي کوي.