د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د پولیو پېنځه ورځنی واکسیني کیمپېن روان دی


دا د ۲۰۲۰ز کال له مارچ راهیسې لومړی واکسیني کیمپېن دی
دا د ۲۰۲۰ز کال له مارچ راهیسې لومړی واکسیني کیمپېن دی

په پاکستان کې تر اوږده ځنډ وروسته، د پوليو مخنيوي کیمپېنران يو ځل بيا کور په کور ګرځي او تر پېنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکوي.

دا پېنځه ورځنی کیمپېن د جولای پر ۲۰مه د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په يو شمېر هغو سيمو کې پيل شو چې پکې د پوليو وايرس خطر موجود دی.

په پاکستان کې د ماشومانو د ډاکټرانو اتحاديې عمومي منشي ډاکټر خالد شفيع وايي چې د نورې نړۍ په شان په پاکستان کې هم د کووېډ-۱۹ خپرېدو له کبله حکومت د ګوزڼ مخنيوي کیمپېن نشوای پيلولای، ځکه له دې ګام سره د کورونا وايرس د لا خپرېدا خطر موجود وو او دا وېره وه چې هسې نه له کیمپېن سره ماشومان د کورونا وایرس ښکار شي.

شفیع زیاتوي،"د پوليو ضد کیمپېن په مارچ کې پلان شوی وو خو په نړۍ کې په جنورۍ او فبرورۍ کې د کوويډ-۱۹ خپرېدل پيل شول او په پاکستان کې د فبرورۍ پر ۲۶مه وړومبی کېس راغی. نو دلته د ټولبند له وجې پوليو کیمپېن څو مياشتې ځنډېدلی وو."

د روغتیايي کارکوونکو "هوډ"

په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام له شمېرو سره سم، په ۲۰۱۹ز کال کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ وهلي ول خو د ۲۰۲۰ز د جولای تر ۲۴مې نېټې پورې ۶۰ ماشومان په دې وايرس اخته شوي چې ۲۱ یې په خيبر پښتونخوا، ۲۰ په سيند، ۱۵ په بلوچستان او څلور په پنجاب کې دي.

د پاکستان په کراچي کې يوه روغتیايي کارکوونکې کومل علي وايي، له کلک هوډ سره په دې خاطر د پوليو مخنيوي په کیمپېن کې برخه اخلي چې خپل هېواد له ګوزڼ وايرسه پاک وګرځوي.

د دې په وینا، له "کوويډ-۱۹" ناروغۍ "هېڅ وېره" نه لري ځکه چې پر ټولو "احتياطي لارښوونو عمل" کوي.

نوموړې زیاتوي، "له افغانستان او پاکستان پرته پوليو وايرس له ټولې نړۍ ورک شوی دی. موږ هوډ لرو چې پاکستان هم له پوليو وايرسه پاک هېواد وګرځي."

د پاکستان حکومت دا ځل پلان لري چې د پوليو په دې کیمپېن کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

د ټولنې مثبت غبرګون

په بلوچستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام مشر ډاکټر افتاب کاکړ وايي، ټولو صحي کارکوونکو ته يې د پوليو مخنيوي کیمپېن روزنه ورکړې وه او د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې يې هم پوهه ورکړې وه.

د نوموړي په خبره، دا ځل ځینو کورنيو خپلو ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو انکار کړی وکړ.

کاکړ وايي، "ځېنو کورنيو د کورونا وايرس له کبله وېره درلوده او نه يې غوښتل چې ماشومان څاڅکو ورکولو ته راوباسي. خو بيا هم په عامه توګه د ټولنې غبرګون مثبت وو او هغوی پوښتنه کوله چې دومره موده وروسته موږ ورغلي يو او ماشومانو ته يې څاڅکي ورکوو."

د ډاکټر افتاب کاکړ په خبره، د پوليو پېنځه ورځنی کیمپېن د جولای پر ۲۴مه پای ته رسي خو د جولای پر ۲۵مه به روغتیايي کارکوونکي يو ځل بيا پر هغو کورونو ګرځي چې د کیمپېن پر مهال پاتې شوي او يا مشرانو يې ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو انکار کړی دی.

کاکړ زیاتوي، د پاکستان حکومت پلان لري چې د اګست مياشتې پر ۱۷مه يو ځل بيا د پوليو واکسیني کیمپېن پیل کړي.

د پولیو وایرس تاریخ

پوليو وايرس په لومړي ځل په ۱۸۹۴ز کال کې د امريکا په وېرمانټ ايالت کې څرګند شو چې هغه وخت يې ۱۸ کسان مړه او ۱۳۲ یې عمري معذوره کړل.

تر دې پېښې څه باندې۶۰ کاله وروسته په ۱۹۵۵ز کال کې ډاکټر جونس سېلک د ناروغۍ واکسين جوړ کړل او په ۱۹۶۰ز کال کې بيا امريکا د خولې لخوا د ورکول کېدونکي واکسين اجازه ورکړه چې ډاکټر البرټ سېبين جوړ کړي ول.

پوليو وايرس د افغانستان او پاکستان پرته له ټولې نړۍ ورک شوی دی.

بلخوا که درېيم پرلپسې کال هم په نايجيريا کې دا وايرس ونه موندل شو نو په روان ۲۰۲۰ز کال کې به د روغتیا نړیوال سازمان هغه هېواد هم له پوليو وايرسه په بشپړه توګه پاک اعلان کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG