د افغانستان خوست ولايت چارواکي وايي د افغان پوځ په توپچي بریدونو کې ۹ وسله وال وژل شوي دي.
په خوست کې د افغان پوځ د رسنيوو دفتر د اګست پر ۱۱مه يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا بريدونه د اګست په لسمه د شپې ناوخته په موساخيلو ولسوالۍ کې وشول او ۳ وسله وال یې زخميان کړيهم دي.
د خبرپاڼې تر مخه وسله والو د افغان پوځ پر پوستو د بريد پلان درلود خو دوی پرې توپچي ډزې وکړي او دا پلان یې شنډ کړ.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دې ويلي.
بلخوا د افغانستان استخباراتو ادارې يا اين ډي ايس د خوست دفتر له خوا مشال راډيو ته ورکړل شوي معلومات ښيي چې تېره ورځ یې د ګربزو ولسوالۍ د مشې کنډو کلي کې د وسلو او مهماتو یو زیرمتون کشف او ترلاسه کړی دی.
په دې زیرمتون کې (۷۲) فیره د راکټ انداز مرمۍ (۷۲) د راکټ انداز باروت، یو میل راکټ انداز او (۲۲) لاسی ماینونهد ملي امنیت منسوبینو لاسته لویدلي دي.
دا نه دې ويل شوي چې دا وسلې د کومې وسله والې ډلې دي. په دې تړاو څوک نيول شوي هم نه دي.