د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان او افغانستان کې بيا پوليو ضد واکسين کمپاين شروع کېږي


جولای ۲۰۲۰: په کراچۍ کې يو ماشوم ته د پوليو ضد واکسين ورکول کېږي
جولای ۲۰۲۰: په کراچۍ کې يو ماشوم ته د پوليو ضد واکسين ورکول کېږي

په پاکستان او افغانستان کې د کورونا وايرس له وجې ځنيډیدلي د پولیو واکسین کمپاینونه په بشپړ ډول بيا پېليږي خو ښايي په ځينو ځايونو کې ځيني ماشومان له دې کمپاينه پاتې او ويکسين نه شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره کارکوونکې ادارې، يونیسيف د اګست په لسمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د روانې مياشتې په پای کې پيلېدونکو دې کمپاينونو کې به خوا او شا ۵۰ ميليونه هغو ماشومانو ته ويکسين وشي چې عمرونه یې له پينځو کلونو څخه کم دي.

په افغانستان کې ښايي يو ميليون ماشومان په راتلونکې کمپاين کې ويکسين نه شي ځکه چې ځينو ځايونو ته تګ ممکن نه دی
يونیسیف

پولیو یوه ساري، معذورونکې او ځینې وختونه وژونکې ناروغي ده او یوازې ويکسين یې مخنيوی کولی شي. دا کال په افانسان کې د پولیو وایرس ۳۴ او په پاکستان کې ۳۶ پښې ثبت شوي دي.

یونیسف د پوليو ضد ويکسينو کمپاين به بیا پېليدو د اعلان سره سره اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې به تر یو ميلیون پورې ماشومان د واکسین څخه بې برخې پاتې شي ځکه په ځینو سیمو کې د کور په کور واکسین کمپاین شونی ندی او والدین باید خپل ماشومان د واکسین کولو لپاره روغتیایي مرکزونو ته بوځي.

په پاکستان او افغانستان کې د کال څو ځل کېدونکي د پوليو ويکسينو کمپاينونه د کورونا وایرس د خپرېدو له وېرې د مارچ په مياشت کې ودرول شول. خو بيا په پاکستان کې د پولیو واکسینو لومړنۍ پړاو د جولای میاشتې په پای کې ترسره شو چې نيزدي اوه لکه او اتيا زره ماشومان یې تر خپل پوښښ لاندې راوستل. په افغانستان کې د جولای په میاشت کې د پولیو ضد پروګرامونه په جزوي ډول بیا پیل شول. ملګري ملتونه وايي دویم کمپاین چې نیمایي افغانستان به تر خپل پوښښ لاندې ولري په روانه میاشت کې پیلیږي.

د يونیسیف په خبرپاڼه کې د جنوبي ايشيا لپاره د یونیسف سیمه ییز مشر جین ګوف له خولې ويل شوي چې ماشومان باید له یوه بل روغتیايي بیړني حالت سره مخ له کېدو څخه وژغورل شي نو ځکه دغه ژوند ژغورونکي واکسین ډير اهميت لري.‌ نوموړي زیاته کړې. "نړۍ اوس ډیره ښه پوهه شوې ده چې وایرسونه پولې نه پېژني او تر څو چې هر ماشومان خوندي شوی نه وی، یو ماشوم هم خوندي نه دی."

د ملګرو ملتونو يونیسيف ادارې ويلي‌چې که څه هم په پاکستان او افغانستان کې د کورونا وایرس خطر په بشپړ ډول ختم شوی نه دی نو ځکه بايد د پوليو واکسینو کمپاين د نوي لارښودونو څخه په ګټې او د لومړۍ کرښې روغتیایي کارکوونکو د خوندي ساتنې وسایلو په کارونې سره پر مخ ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG