د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپیو: په روس کې د بهرنیو رسنیو په پر نښه کېدو اندېښمن يو


مايک پامپیو
مايک پامپیو

د امریکا بهرینو چارو وزیر وایي واشنګټن د روسی لخوا په دغه هیواد کې د بهرنیو رسنیو په نښه کولو د نویو هڅو له کبله ژوره اندېښنه لري.

مايک پامپيو په هغې خبرپاڼه کې چې د اګست پر ۱۰مه خپره شوې ویلي، د روس لخوا د رسنیو د تنظیم تګلاره چې مسوده یې په دې وروستیو کې خپره شوه، پر ازادې اروپا راډیو او امریکا غږ چې له وړاندې له غېرعادلانه محدودیتونو سره مخامخ دي، نوي او درانه مقررات وضع کوي.

پامپیو ویلي په روس کې د خپلواکو رسنیو له پرله پسې ځپلو څخه ناخوښ دی او پر دغه هېواد یې غږ وکړ چې د بیان د ازادۍ په برخه کې خپل فرايض او د بيان ازادۍ ته خپلې ژمنتياوې پر ځای کړي.

د روس د رسنیو د تنظیم فيډرالي ادارې په جولای میاشت کې د یوه فرمان مسوده خپره کړه چې پر اساس یې هغه ټولې رسنۍ چې د بهرنیو رسنیو د استازو په توګه ثبت شوي، څه چې چاپوي یا خپروي باید څرګند کړي.

له نوو سپارښتنې څخه سرغړونه کېدای شي د افرادو لپاره ۱۰۰ زره روبله چې۱۴۰۰ ډالره کېږي، جریمه ولري او یا به سرغړونکي ۱۵ ورځې زنداني کېږي. لویې ادارې به د سرغړونې په صورت کې پينځه میلیونه روبله چې د ۷۰ زره ډالرو معادل کېږي، جریمه ورکوي.

د ازادې اروپا راډیو سرپرستې او مشرې مديرې ډېزي سيندلر د جولای پر ۲۳مه ویلي و چې دا نوې سپارښتنه پر رسنیو لا ډېر محدودیت او د اورېدونکو ترمنځ د ویرې خپرولو په هدف کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG