د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې اورښتونو او سېلاوونو تر ۵۰ زیات کسان وژلي


یوه ښځه له کوره د بارانه اوبه باسي
یوه ښځه له کوره د بارانه اوبه باسي

په پاکستان کې د اګست له شپږمې څخه تر نهمې پورې په اورښتونو او سېلاوونو کې تر۵۰ زیات کسان مړه شوي دي.

د پشکال باران او سېلاوونو په یو شمېر سیمو کې کورونو او بېخبنا (انفراسټرکچر) ته زیان رسولی دی.

سېلاوونو تر ټولو زیات تاوان په خیبر پښتونخوا کې اړولی دی.

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، سېلاوونو په خیبر پښتونخوا کې ۱۹، سیند کې ۱۲، ګېلګېت بلتستان کې ۱۰، پنجاب کې اته او بلوچستان کې یې درې کسان وژلي دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې وايي، په بېلا بېلو سیمو کې یې له خلکو سره مرستې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG