د افغانستان د نومیالي شاعر او پخواني سیاستوال اکاډمیسین سلیمان لایق جنازه د اګست پر ۱۰مه له جرمني څخه کابل ته ورسېده.
۹۰ کلن غلام مجدد سلیمان لایق د جولای پر ۳۱مه د جرمني په یو روغتون کې ومړ.
د نوموړي زوی غرزی لایق وايي، پلار یې په ۲۰۱۹ز کال کې په کابل کې په برید کې ژوبل شوی وو او له اوږدې مودې راهیسې یې درملنه روانه وه.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ سرپرست څېړنوال عبدالظاهر شکېب مشال راډيو ته وویل تمه وه چې د اګست پر نهمه د ارواښاد لایق جنازه کابل ته ورسېږي، خو په پروازونو کې د ستونزو له امله دا کار وځنډېد.
د اکاډمیسین سلیمان لایق د اعزاز او تدفین کمېسیون او علومو اکاډمۍ په کابل ښار کې د نوموړي تصویرونه او ملي اشعار د کابل په واټونو کې نصب کړي دي.
اکاډمیسین لایق د افغانستان یو مطرح شاعر، لیکوال او څېړونکی وو چې په پښتو او دري ژبو یې ګڼ اثار چاپ شوي.