د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د مالي‌ مرستو فرمان لاسليک کړ


ډونلډ ټرمپ
ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه صدارتي فرمان لاس ليک کړ چې له مخې له کورونا وايرسه اعیزمنو شوو امريکايانو سره اقتصادي مرستې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې اړه په کانګرس کې د ریپبلیکن او ډيموکرېټ ګوندونو ترمنځ د قانون سازۍ خبرې ناکامې شوې. ډيموکرېټ ګوند د خلکو لپاره ډېرې پېسې غوښتلې.

ولسمشر ټرمپ د اګست په اتمه څلور صدارتي فرمانونه لاس ليک کړل او وې ويل چې د دواړو ګوندونو ترمنځ د مذاکراتو تر ناکامۍ وروسته مجبوره وو چې دا مسله د صدارتي فرمان په ورکولو سره حل کړي.

د دې ترمخه به هر هغه امریکايي سره چې بې روزګاره شوی وي، هره اونۍ د۴۰۰ ډالرو مرسته کيږي. تر دې مخکې دا مرستې ۶۰۰ ډالر وي چې ډيموکریټ ګوند یې په همدغه شکل د ورکولو غوښتنه کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG