د امريکا دفاع وزير مارک اېسپر وايي په افغانستان کې د نومبر تر پایه د خپلو پوځيانو شمېر له ۵۰۰۰ څخه کمولو پلان لري.
نوموړي دا څرګندونې له فاکس نيوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې کړي چې د اګست پر اتمه خپره شوه.
اېسپر په خبرو کې د امريکايي پوځيانو د کمولو هغه پلان روښانه کړ چې ولسمشر ډونلد ټرمپ د اوونۍ په سر کې اعلان کړي ول. دا وخت امريکا په افغانستان کې ۸۶۰۰ سرتيري لري.
ولسمشر ټرمپ د اګست پر دريېمه په يوه مرکه کې ويلي ول چې امريکا په افغانستان کې خپلو سرتيرو شمېر تر شاوخوا ۴۰۰۰ پورې د کمولو پلان لري.