د افغانستان د خوست ښار اړوند د پولیسو اولې امنیتي حوزې ته نېږدې د فیض محمد خان واټ په سیمه د اګست پر اتمه غرمه مهال چاودنه شوې، چې درې پولیس پکې ټپیان شوي دي.
د خوست امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونمل نور الله ستانکزي مشال راډیو ته وویل، چاودنه په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په واسطه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې ځای کې پولیسو پلې ګزمه کوله چې چاودنه پسې وشوه.
نوموړي د ټپي شویو پولیسو روغتیايي حالت د ډاډ وړ وباله او ويې ویل چې د پېښې په اړه څیړنې پیل شوي.
د هغه په وینا، دا پېښه ولسي زیان نه لري.
سمونمل نور الله ستانکزي له خلکو وغوښتل، چې د پېښو ځای ته په ورتګ کې دې بیړه نه کوي او له احتیاطه دې کار اخلي.
د نور محمد په نوم د پېښې یو عیني شاهد هم مشال راډیو ته د ټپي شویو پولیسو شمېر درې تنه وښود.
تر اوسه چا د دې چاودنې ذمه واري نه ده منلې.