د لاسرسي ځای

تازه خبر

غلنۍ: د ماشومانو د مقدمو ځانګړي عدالت کار پیل کړ


تر دې وړاندې په پېښور، مردان او ایبټ اباد کې هم ځانګړي عدالتونه جوړ شوي. 
تر دې وړاندې په پېښور، مردان او ایبټ اباد کې هم ځانګړي عدالتونه جوړ شوي. 

د اګست پر اتمه د مومندو په غلنۍ کې د ماشومانو د مقدمو د اورېدو لپاره د ځانګړي عدالت پرانیسته وشوه.

د مشال راډیو خبریال وايي، د پرانیستې په غونډه کې د مومندو ضلعي او سیشن جج محمد امین کنډي، د مومندو بار ایسوسي ایشن وکیلان، ډیپټي کمیشنر، د ماشومانو د حقونو مبارزان او ځیني نور کسان شامل ول.

د چارواکو په خبره، دا په قبایلي ضلعو کې د ماشومانو لپاره لومړنی ځانګړی عدالت دی چې پکې به د مقدمو فیصلې له درو میاشتو زیاتې نه ځنډېږي.

د جولای پر ۲۸مه پېښور های کورټ د مومندو ضلعې په غلنۍ کې د ماشومانو د مقدمو اورېدو لپاره د ځانګړي عدالت جوړولو ویلي ول.

د پېښور یو وکیل سعید عثمان د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په دې عدالت کې به له ماشومانو سره او یا د هغوی لخوا د شوو جرمونو مقدمې اورېدل کېږي.

"په دې عدالتونو کې دوه قسمه مقدمې کېږي. په یو کې چې ماشوم متاثره وي او بل هغه جرمونه چې ملزم پکې ماشوم وي."

تر دې وړاندې د ماشومانو د مقدمو د اورېدو لپاره په پېښور، مردان او ایبټ اباد کې هم ځانګړي عدالتونه جوړ شوي دي.

سعید عثمان وايي، په هغو ښارونو کې یادو عدالتونو ته له ماشومانو سره جنسي تیریو پېښې زیاتې وړل شوي دي.

دا چې په پېښور، مردان او ایبټ اباد عدالتونو کې تراوسه د ماشومانو څومره مقدمې شوې دي؟ سعید عثمان یې په اړه وايي، د تېر کال له ډېسېمبر نه واخلې د روان کال تر جونه پورې پېښور عدالت ته ۴۵، مردان هغه ته ۵۱ او ایبټ اباد عدالت ته د ماشومانو ۶۰ مقدمې وړل شوي دي.

د بشري حقونو ادارو ترمخه دا مهال په خیبر پښتونخوا کې ۳۵۰ نه واخله تر ۴۰۰ پوري ماشومان قید دي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره د کارکونکې ادارې ګروپ ډیولپمنټ مشره ویلري خان وايي چې د خیبر پښتونخوا په نورو عدالتونو کې د مقدمو بوج زیات وي او اکثره د ماشومانو سره تړلې مقدمې د ځنډ ښکار شي نو په داسې کې د ماشومانو لپاره د عدالتونو جوړول یوه ښه اقدام دی.

"اکثره ماشومانو سره چې زیاتې وشي نو هغوی په عدالت کې ویرېږي خو د ماشومانو د دې عدالتونو ماحول د سکولونو پشان دی."

په خیبر پښتونخوا کې ماشومانو ته د انصاف ورکولو د ۲۰۱۸ز کال او د ماشومانو خوندیتوب لپاره د ۲۰۱۰ز کال د قوانینو ترمخه باید په هره ضلع کې د ماشومانو لپاره عدالتونه جوړ کړل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG