د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان نړیوال پروازونه بیا پرانيزي

د پاکستان نړيوال هوايي شرکت الوتکه (ارشيف)
د پاکستان نړيوال هوايي شرکت الوتکه (ارشيف)

د پاکستان هوايي چلند ادارې د بهرنيو پروازونو لپاره د هېواد د ټولو هوايي ډګرونو د بیا پرانيستو اعلان کړی دی.

ادارې د اګست پر اوومه په یوه اعلامیه کې ویلي چې نړیوال پروازونه به د روغتیا له اصولونو سره سم د اګست پر نهمه پیل شي.

د هوايي ډګر کارکوونکو ته په یو بل لیک کې د هوايي چلند ادارې ویلي چې پر ټولو هوايي ډګرونو به داخلي پروازونو ته هم اجازه وي.

د پاکستان هوايي چلند ادارې د مارچ پر ۲۵مه د کورونا وايرس وبا له کبله د هېواد دننه او بهر پروازونه په موقتي توګه بند کړي ول.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG