په جنوبي وزیرستان کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې یو کس ټپي شوی دی.
چارواکي وايي، پېښه اګست پر شپږمه د تنګي بودین په سیمه کې شوې ده.
د دوی په خبره، د ۲۰ کلن طاهر خان ځوان درملنه روانه ده.
د جنوبي وزیرستان یوه انتظامي مشر الله نور شېراني د اګست پر اوومه مشال راډیو ته وویل، له طاهر خان سره له حکومتي پالیسۍ سره سم، مرسته کېږي.
په جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو چاودنې کېږي چې د ځاني او مالي تاوان لامل ګرځي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی عالمزېب مسود وايي، حکومت د ځمکلاندې بمونو په پاکولو کې سنجیده نه دی.
خو د پاکستان حکومت وايي، پوځ په قبایلي سیمو کې د بمونو پاکولو بهیر ته دوام ورکړی او په چاودنو کې یې سرتېرو ته هم مرګ-ژوبله اوړي.
د مځکې ښخ بم چاودنې کېږي چې د ځاني تاوان سبب ګرځي.
په جنوبي وزیرستان کې په جولای کې د ځمکلاندې بمونو درې چاودنې شوي دي چې پکې یو ۱۳ کلن ماشوم وژل شوی او اووه ژوبل شوي ول.