د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۷۲۷ تازه پېښې ثبت شوي


په کراچۍ کې یو روغتیاپال په یوه کس کې د کورونا وایرس موجودګۍ لپاره معاینه کوي
په کراچۍ کې یو روغتیاپال په یوه کس کې د کورونا وایرس موجودګۍ لپاره معاینه کوي

په پاکستان کې په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس د ۷۲۷ تازه پېښو له ثبتېدو سره په هغه هېواد کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۸۱،۸۶۳ ته لوړ شوی دی.

د کووېډ-۱۹ په اړه د پاکستان حکومتي ووبپاڼه وايي، د اګست تر شپږمې په هېواد کې ناروغۍ ۶،۰۳۵ کسان وژلي خو ۲۵۶،۰۵۸ ورڅخه جوړ شوي هم دي.

د پاکستان حکومت وايي، له جولای راهیسې په هېواد کې د کورونا وایرس د پېښو شمېر په ټيټېدو دی.

په جون کې په هغه هېواد کې هره ورځ اوسطاً ۲،۰۰۰ پېښې ثبتېدې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG