د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېروت چاودنو کې د وژلیو شمېر ۱۳۷ ته ورسېد


تر چاودنې وروسته اور یو شمېر بېړۍ او ودانۍ وسوځولې
تر چاودنې وروسته اور یو شمېر بېړۍ او ودانۍ وسوځولې

د لبنان پلازمېنې بېروت کې د اګست څلورمې په چاودنو کې د وژلیو شمېر ۱۳۷ ته رسېدلی.

په عین وخت کې پلټونکو د پېښې په ځای کې د ړنګو ودانیو معاینې ته دوام ورکړ چې د چاودنو لامل معلوم کړي.

د روغتیا وزارت یوه ویاند د اګست پر شپږمه وویل، په چاودنو کې شاوخوا ۵،۰۰۰ کسان ژوبل دي او لسګونه نور تری تم دي.

چاودنو د د بندر یوه برخه ړنګه کړې او یوه پراخه سیمه کې زیانمنه کړې چې له وجې یې چارواکي د مړو د شمېر زیاتېدو وېره ښيي.

چاودنې د بېروت له بندر سره نېږدې په یوه ګودام کې شوي چې پکې د چارواکو په وینا، د کیمیاوي سرې امونییم نایټرېټ زېرمتون وو او هلته له څو کلونو راهیسې په ناخوندي توګه ساتل کېدل.

امونییم نایټرېټ په خورا اسانۍ اور اخلي او چوي.

له سپوږمۍ اخیستل شوي انځورونه: د بیروت بندر تر چاودنې مخکې (کیڼ) او وروسته (ښۍ خوا ته)
له سپوږمۍ اخیستل شوي انځورونه: د بیروت بندر تر چاودنې مخکې (کیڼ) او وروسته (ښۍ خوا ته)

رسنۍ وايي، دا سره ښايي کلونه مخکې پر بندر د روسي کاروباري اېګور ګرېښوشکېن له مال وړونکې بېړۍ نیول شوې وه.

د لبنان حکومت د اګست پر پېنځمه د پلټنو له پیل سره سم د بندر چارواکي په کورونو کې نظر بند کړل.

ویډیويي رپورټ: په بېروت کې چاودنو ګڼې ودانۍ ړنګې کړي

د بېروت اوسېدونکو ویلي، په ټول عمر کې یې داسې پېښه نه وه لیدلې.

پر ټولنیزو رسنیو خپرې ویډیوګانې ښيي چې تر چاودنې وروسته له سیمې لوګي خېژي او یو شمېر ودانۍ یې ړنګې کړې.

د چارواکو په وینا، د چاودنو شدت پر رېښتر درجې د ۳.۵ زور زلزلې ته ورته وو چې د روم (مېدترانې) سمندرګي اخوا په قبرص کې هم احساس شوه.

د لبنان په پلازمېنه بېروت کې دا پېښه داسې مهال شوې چې ټاکل شوې د پخواني وزیراعظم رفیق حریري د وژل کېدو په اړه عدالت پرېکړه اعلان کړي.

حریري په ۲۰۰۵ز کال کې په یوه موټر بم چاودنه کې وژل شوی وو.

مقدمه پر څلورو کسانو ده چې د ایران د ملاتړ لرونکي حزب الله ډلې غړي دي.

دې ډلې د حریري په قتل کې د ککړتیا تورونه رد کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG