د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لبنان په چاودنو کې د وژلیو شمېر ۱۰۰ ته ورسېد


تر چاودنې وروسته په ودانۍ کې اور ولګېد
تر چاودنې وروسته په ودانۍ کې اور ولګېد

د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د اګست پر څلورمه په شویو چاودنو کې د وژلیو شمېر ۱۰۰ ته لوړ شوی دی.

د سره صلیب ادارې د اګست پر پېنځمه ویلي، ګڼ کسان لا هم د نړېدلې ودانۍ لاندې دي.

د عامې روغتیا وزیر حماد حسن رسنیوو ته ویلي چې د سمندري بندر په ګودام کې په شویو چاودنو کې ۴،۰۰۰ کسان ژوبل شوي دي.

وزیراعظم حسن دیاب ویلي چې پېښه د ۲،۷۵۰ ټنه امونییم نایټرېټ یعنې زراعتي سري د چاودېدو له وجې شوې.

پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ويډيوګانې ښيي چې په بې ساري ډول لويې چاودنې کېږي او ورپسې اور لګي.

په ویډیوګانو کې امبولانسونه ليدل کېږي چې زخميان د پېښې له ځايه هسپتالونو ته وړي.

په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. ډاکټرانو له خلکو څخه د وينې د ورکولو او له ټپي کسانو سره د نورو مرستو غوښتنه کړې ده.

د چاودنې په اړه ویډيويي رپورټ

په بیروت کې چاودنو ګڼې ودانۍ ړنګې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00

د لبنان وزیراعظم د اګست پر پېنځمه ملي ماتم اعلان کړی او له خپلو ملګرو هېوادونو یې غوښتي چې مرسته ورسره وکړي.

"زه اوس پر خپلو ټولو ملګرو او وروڼو هېوادونو چې لبنان یې خوښ دی په بېړنۍ توګه غږ کوم چې له موږ سره ودرېږي او له لبنان سره مرسته وکړي څو خپل ژور ټپونه ټکور کړای شو."

امريکا، فرانسې، اسرايیلو او عربي هېوادونو له لبنان سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.

چاودنو شاوخوا ودانۍ هم زیانمنې کړې
چاودنو شاوخوا ودانۍ هم زیانمنې کړې

د بېروت اوسېدونکو ویلي، په ټول عمر کې یې داسې پېښه نه وه لیدلې.

د لبنان په پلازمېنه بېروت کې دا پېښه داسې مهال شوې چې ټاکل شوې د پخواني وزیراعظم رفیق حریري د وژل کېدو په اړه عدالت پرېکړه اعلان کړي.

حریري په ۲۰۰۵ز کال کې په یوه موټر بم چاودنه کې وژل شوی وو.

مقدمه پر څلورو کسانو ده چې د ایران د ملاتړ لرونکي حزب الله ډلې غړي دي.

دې ډلې د حریري په قتل کې د ککړتیا تورونه رد کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG