د اګست پر پېنځمه، په مانچسټر کې د انګلستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ ټېسټ سیالي کېږي.
د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د اقداماتو له وجې د درو ټېسټ لوبو لومړۍ سیالۍ ته خلک لوبغالي ته نشي ورتللای.
د ټېسټ کرکټ یوه سیالي پېنځه ورځې روانه وي.
د پاکستان لوبډله په جون کې د درې ټېسټ او شل اووریزه لوبو لپاره انګلینډ ته ورغلله.
تر دې مخکې انګلستان په جولای کې له وېسټ انډیز سره ټېسټ لوبې وکړې او د کورونا وایرس وبا له وجې یې له مارچ راهیسې د کرکټ نړیوالې سیالۍ بیا پیل کړې.